د هرات په زندان کې د سکن ماشینونه بيا فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

news_admin
Mon, Oct 02 2023 3:25 PM
هرات

د زندانونو او زندانيانو د امنيت لاښه خوندیتوب په موخه نن(دوشنبې) د هرات ولایت په زندان کې د سکن ماشینونه چې پخوا له کاره لوېدلي وو، د زندانونو چارو د سمون ادارې د انجنیرۍ مسلکي ټيم په هڅو بيا ترميم، فعال او ګټې اخیستنې ته و سپارل شول.

د نوموړي زندان د مسوولینو په وینا، د یادو ماشینونو په بيا فعاليت سره به هم د زندان او زندانيانو امنيت لاښه خوندي شي او هم به د غير مجاز او نشه يي توکو له قاچاق څخه تر پخوا ډېره مخه ونېول شي.

د یو بل خبر له مخې، يو تن پایواز چې غوښتل یې یو اندازه نشه یي توکي(چرس) د هرات ولایت  زندان ته ولېږدوي، د دغه زندان د بېدارو امنیتي او کشفي اورګانونو له خوا د کره تلاشۍ پرمهال کشف، ضبط او له لېږدونکي سره یو ځای یې د یوې دوسيې په ترڅ کې رسماً اړوندو مراجعو ته د لا نورو څېړنو لپاره وسپارل شو.

 

ربېع الاول ۱۷/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS