د میدان وردګ ولایت د محکمې د رئیس په مشرې یوه پلاوي د دې ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Mon, Oct 02 2023 12:31 PM
میدان

د دې ولایت د محکمې رئیس د یادې لیدنې پرمهال له زندان امر محترم مولوي صلاح الدین  سره د زندانیانو محکماتي چارو او د دوسیو په اړه خبرې وکړې.

داراز پلاوي د میدان وردګ د زندان د بندیانو خونو ته ولاړ او هلته یې له بندیانو سره په کتنه کې، د هغوی محکماتي چارو او دوسیو په اړه ستونزې او غوښتنې واورېدې او د دوسیو د ژر څېړلو  په موخه  د دغه زندان مسوولینو سره لازمې مشورې وکړې.

په ورته وخت د میدان وردګ ولایت د زندان امر نوموړي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د زندانیانو محکماتي چارو او دوسیو په برخه کې خپلو چارو ته چټکتیا ورکړي او په دې برخه کې به لا نورې اسانتیاوې هم برابري کړي.

په پای کې، پلاوي د یاد ولایت د زندان له مسوولينو مننه وکړه، چې د زندانيانو هرې ستونزې ته يې پر وخت رسېدنه کړې او د دوی په اړه يې ټول معلومات له اړوندو ادارو سره شريک کړې دي.

 

 

ربیع الاول ۱۷/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS