د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې له توقیفخونې څخه لیدنه وکړه

news_admin
Mon, Oct 02 2023 12:03 PM
مشاور

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیفخونې له مسوولینو سره ولیدل او په اړوندو مسایلو یې ورسره بحث وکړ.

د محترم مولانا په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیخونې د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځي، برېښنا بېلا بېلې برخې او تعمیراتي او روغتیايي چارې وارزولې او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې وکړې.

داراز، پلاوي د نوموړې توقیفخونې توقیفیانو سره هم له نږدې وکتل، د هغوی وضعیت یې وارزاوه او د اسانتياوو پر زیاتولو او ستونزو او روا غوښتنو ته یې د رسېدنې په موخه مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

ربیع الاول ۱۷/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS