په نږدې راتلونکې کې به د کندهار ولايت پرنشه یي توکو روږدي کسان د درملنې نوي ځای ته ولېږدول شي

news_admin
Sun, Oct 01 2023 1:42 PM
قندهار

نوموړي کسان چې له دې وړاندې د ياد ولايت د زندان اړوند د تخته پل ولسوالۍ د توقيفخونې په مربوطاتو کې د درملنې په جوړ شوي مرکز کې تر درملنې لاندې وو، اوس د ا.ا.ا د عاليقدر مشرتابه (حظفه الله) له خوا مربوطه مسوولينو ته لارښوونه شوې، څو په نږدې راتلونکې کې د کندهار هوایي ډګر ته نژدې د نظم عامه کنډک ودانۍ ته ولېږدول شي.
د کندهار ولايت د زندان د مسوولینو په وینا، د ياد کنډک د پاکولو، پر نشه يي توکو د روږو کسانو درملنې لپاره د لازمو طبي امکاناتو برابرولو، د طبي وسايلو ځای پرځای کولو او اوسېدو مناسب ځای برابرولو په موخه  تخنيکي او کاري ټيم استول شوی دی.

ربېع الاول ۱۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS