د پکتیا په زندان کې د زندانیانو د اصلاح په موخه یوه مشاعره ترسره شوه

news_admin
Sun, Oct 01 2023 9:46 AM
مشاعره

تېره ورځ د دغه ولایت په مرکزي زندان کې د زندانیانو اصلاح او تفریح په موخه یوه مشاعره چې د نوموړي زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید"، د پکتیا د نظامي محکمې رئیس محترم شیخ الحدیث عبدالهادي "همت" او یو شمېر شاعرانو په ګډون جوړه شوې وه ، په کې د زندانیانو د اصلاح او تفریح په پار،  اسلامي او  هېوادني شعرونه د مشاعرې ګډونوالو ته وړاندې شول.
داراز، محترم سهیل په خپلو خبر کې یاده‎ مشاعره د زندانیانو اصلاح او تفریح په موخه ګټوره وبلله او زیاته یې کړه چې له دې سره به  زندانیان پر ښه او  اسلامي روحیه سمبال او په راتلونکې کې به له ناوړو کړنو څخه لرې پاتې شي.

ربیع الاول ۱۵/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS