د فاریاب او میدان وردګ ولایتونو د زندانونو مسوولینو د یادو ولایتونو له توقیفخونو څخه لیدنه وکړه

news_admin
Wed, Sep 27 2023 2:28 PM
faryab

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د فاریاب ولایت د زندان د رئیس په مشرۍ یو پلاوی د یاد ولایت د قیصار ولسوالۍ  ته ولاړ او هلته یې د نوموړي ولایت له د توقیفخونې د ليدنې ترڅنګ د یادې ولسوالۍ توقیفخونې مسوولینو او پرسونل سره پر تخنیکي او نورو اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، پلاوي د نوموړي زندان له توقیفیانو سره په کتنه کې د هغوی د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت ارزونې ترڅنګ د هغوی ستونزې او روا غوښتنې یې له نژدې واورېدې او د حل په موخه یې ‌ډاډ ورکړ.

د یو بل خبر له مخې د میدان وردګو ولایت د زندان امنیتي مرستیال محترم مولوي عزیزالله "مستقیم" په مشرۍ پلاوي، تېره ورځ د یاد ولایت د جلریز ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد ولایت توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، پلاوي د یاد ولایت توقیفیانو ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې او د حل په موخه نوموړو ته ډاډ وکړ چې ستونزې به یې له اړوندو مسوولینو سره شریکي کړي.

پلاوي د یادې توقیفخونې مسوولینو سره په خبرو کې، د توفیقیانو  محکماتي چارو کې د اسانتياوو پر زیاتولو او د ښو خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.

 

ربیع الاول ۱۲/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS