د پنجشېر ولایت د زندان امر او مل پلاوي یې د یاد ولایت د درې او لومړۍ برخې ولسوالیو له توقیفخونو څخه لیدنه وکړه

news_admin
Tue, Sep 26 2023 1:43 PM
پنجشیر

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د پنجشیر ولایت د زندان امر محترم ملا هدایت الله "همت" او ورسره مل پلاوي یې د دې ولایت د درې او لومړۍ برخې ولسوالیو د توقیفخونو څخه لیدنه وکړه او هلته یې د یادو ولسوالیو له مسوولینو سره د توقیفیانو د ستونزو د حل په موخه خبرې اترې وکړې.
په ورته وخت کې، محترم همت د یادو ولسوالیو له توقیفیانو سره هم ولیدل د هغوی ستونزې او روا غوښتنې یې له نژدې واورېدې او د حل په موخه یې ‌ورته ډاډ ورکړ.
په پای کې د دې ولسوالیو ملکي او نظامي مسوولینو هم د توقیفیانو لپاره د هر راز لازمو همکاريو ژمنې وکړې.

ربیع الاول ۱۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS