د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړه

news_admin
Mon, Sep 25 2023 3:42 PM
مشاور

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"په مشرۍ یوه پلاوي، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه د لیدنې پرمهال په یاد مرکز کې له مسوولين او کارکوونکو سره وکتل او هغوی ورته له خپله اړخه د دې مرکز او محجوزینو لپاره د برابروشویو امکاناتو، مرستو او وړاندې شویو خدمتونو په اړه لازم معلومات ورکړل.

داراز پلاوي د یاد مرکز له پخلنځي هم لیدنه وکړه او مربوطه مسوولینو ته یې د خوړو د پاکوالي او نظافت په پام کې نیولو ته ځیر کړل.

همداشان، د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ پلاوي د نوموړي مرکز له محجوزینو سره له نږدې ولیدل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د مرکز مسوولین متوجه کړل.

همدارنګه، پلاوي د دې مرکز له امنیتي ټاورونو او د محجوزینو ماشومانو د لوبو له ځایه د لیدنې تر څنګ د بریښنا، د موبایل، بوټ جوړونې او خیاطۍ له ټاپونو هم لیدنه وکړه د محجوزینو د زده کړواو د ښو لاسته روړنو د ستاینې ترڅنګ، مسوولینو ته یې د یادو ماشومانو لپاره د ښې او خوندي فضا د رامنځته کولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.

 

ربیع الاول ۱۰/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست     

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS