د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د غزني ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Thu, Sep 21 2023 10:53 AM
غزنی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مولوي عطامحمد "محمد" په مشرۍ یو پلاوی غزني ولایت ته په سفر ولاړ او هلته یې د یاد ولایت د مرکزي زندان له رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" سره په لیدنه کې پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
په ورته وخت کې، پلاوي د دې زندان له مسوولینو سره په خبرو کې د چارو ښه پرمخ وړلو او د نوموړي ولایت د زندانیانو ستونزو او غوښتنو ته د رسېدنې په اړه د دغې ادارې د رهبرۍ لازمې لارښوونې شریکې کړې.
داراز، د محترم مولوي محمد په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د زندان له کاري او اداري برخو، تعمیراتي چارو او د پرسونل او بندیانو لپاره د روغتیايي، اعاشوي، اباتوي، د پخلنځي او نورو اړتیا وړ برابرو شويو توکو او امکاناتو څخه تر ارزونې وروسته، ډاډ ترلاسه کړ.

ربیع الاول ۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS