د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د روزګان ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Thu, Sep 14 2023 11:29 AM
مولانا

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ ټاکل شوی پلاوی، نن(پنج شنبې) روزګان ته تللی او د دې ولایت له زندانه څخه د لیدنې په ترڅ کې د زندان له مسوولینو سره د ځینو اړوندو موضوعګانو په هکله بحث وکړ.

همداشان ، یاد پلاوي د نوموړي ولایت د زندان امنیتي او اداري شعبې، پخلنځی، خوړو(اعاشې)، د څښاک او پاکو اوبو او بېلا بېلې برخې و ارزولې او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې وکړې.

داراز، پلاوي د نوموړي زندان د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو او د هغوی ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې لپاره لازمې لارښوونې وکړې او د زندان له مسوولینو څخه یې د زندانیانو لپاره د ښو خدماتو  د رامنځ ته کولو په موخه مننه وکړه.

 

صفر المظفر ۲۸/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS