د ارشاد او دعوت او ښوونې او بیا روزنې رئیسانو د مرکزی زندان د امنیتي قطعې مسوولینو سره ولیدل

news_admin
Sun, Sep 10 2023 5:17 PM
دعوت ارشاد

د دغې ادارې د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي" او د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" د کابل څرخي پله مرکزی زندان د امنیتي قطعو مسوولینو سره  امنیتي پوستو او قراولونو پرسونل لپاره د دیني زده کړو په هکله خبرې اترې وکړې.

محترم مولوي صدیقي یادو مسوولینو ته په خبرو کې وویل: «تاسو ته مو دا مسوولیت درسپارلی څو خپل نظامي پرسونل دیني درسونو،  اسلامي اوامرو او احکامو په هکله زده کړو  ته وهڅوئ، څو دنیاوي او اخروي ګټه څخه برخمن شي.»

داراز ، نوموړي له یادو امنیتي مسوولینو څخه و غوښتل، چې نظامي پرسونل ته په جماعت سره د لمونځونو ادا کولو سپارښتنه وکړي، چې هغوی هم په دې برخه کې له خپله اړخه د هڅو لا زیاتولو ډاډ ورکړ.

د یو بل خبر له مخې د فراه ولایت په زندان کې چې دې ولایت د دعوت او  ارشاد مدیر هم شتون درلود ۱۷ تنو  قاریانو ته د فضلت پګړۍ وتړلې.

 

صفر المظفر ۲۴/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS