ننګرهار کې د خوشې شویو بندي مجاهدینو د ستونزو د حل په موخه غونډه جوړه شوه

news_admin
Tue, Sep 05 2023 4:48 PM
ننګرهتار


دغه غونډه، چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس محترم مولوي نور محمد "حنیف"، د ختیځ زون د خوشې شویو بندي مجاهدینو د ستونزو د حل د استازي، د یاد ولایت د مسوولینو او د خوشې شویو بندي مجاهدینو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د نوموړي مجاهدینو ستونزو د حل او هغوی سره د ممکنه مرستو په اړه خبرې اترې وشوې. 
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس یادو مجاهدینو ته په خبرو کې وویل: « د ا.ا. مشران ستاسو ستونزو حل لپاره ځانګړې برنامې لرې چې په همدې موخه د مجاهدینو په صفونو کې د تصفیې پروګرام روان دی، څو ستاسو په شان وړ او په کار پوه کسانو ته ځای ورکړل شي».
همدا شان، په غونډه کې برخه والو خوشې شویو بندي مجاهدینو له مسوولینو څخه د دوی د برخلیک روښانه کولو او ستونزو ته یې ژر تر ژره د رسېدنې غوښتنه وکړه.
په پای کې د ختیځ زون د خوشې شویو بندي مجاهدینو د ستونزو د حل استازي د موضوع په تړاو په خبرو کې د دې مجاهدینو د ستونزو د حل ترڅنګ، د دوی د حقونو رعایتولو او د ژوندانه لپاره د پام وړ اسانتياوو برابرولو لپاره ډاډ ورکړ.

صفر المظفر ۱۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS