د کندهار د تمیز محکمې یوه پلاوي د بادغیس ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Tue, Sep 05 2023 3:49 PM
بادغیس

د کندهار د تمیز محکمې یوه پلاوي چې مشري یې محترم شېخ مولوي حکمت الله کوله، تېره ورځ بادغیس ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د زندان له مسوولینو سره ولیدل او د زندانیانو د محاکماتي چارو او دوسیو څېړلو په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د بادغیس ولایت نارینه او ښځینه محبوسینو، تورنو، او محجوزینو سره هم له نږدې وکتل د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدلې او د نوموړي ولایت د زندان له مسوولینو څخه یې زندانیانو لپاره د ښو خدمتونو د وړاندې کولو له امله مننه وکړه او زندانیانو ته یې هم ډاډ ورکړ، چې د نسبتي دوسیو څېړلو په برخه کې به خپلې هڅې چټکې کړي.

صفر المظفر ۱۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS