د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابرې ریاست له مسوولینو سره ولیدل

news_admin
Sun, Sep 03 2023 3:08 PM
معاونیت نظامی

لوی پاسوال محترم قاري حبیب الله "بدر" نن(یکشنبې) د ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابرې د رئیس محترم انجنیر عبیدالله "اخندزاده" او د دې ریاست له کارکونکو سره په لیدنه کې پر یو لړ تخنیکي مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، محترم بدر نوموړو مسوولینو ته لارښونه وکړه څو د زندانیانو د امنیت لا خوندیتوب په موخه په زندانونو کې د امنیتي کېمرو او د سکن ماشینونو له جملې چې ځینې یې له کاره ولېدلي دي بېرته و رغول شي.

همداشان، نوموړي د ولایتونو سره د اړیکو او کاري اسانتیاوو په موخه د مخابرې د پوښښ ساحې پر پراخېدو ټنګار او په دې برخه کې یې اړوند مسوولینو ته لازمې لارښونې وکړې.

په ورته وخت کې، محترم اخندزاده د ادارې د نظامي چارو مرستیال ته په یادو برخو کې د رسېدنې د ډاډ تر څنګ له نوموړي څخه  وغوښتل چې د تخنیکي پرسونل د وړتیا وړتیاوو لوړاوي په موخه ورته د تخنیکي سمینارونو زمینه برابر کړي .

 

صفر المظفر ۱۷/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS