د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي محبس څخه ۱۶۴ تنه محبوسین ازاد شول

news_admin
Wed, Aug 30 2023 3:53 PM
قاری

د ا.ا.ا د امیرالمؤمنین شېخ الحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده" (حفظه الله) د فرمان او د عدلي او قضایي اورګانونو د پرېکړې پربنسټ، نن(چهارشنبې) د څرخي پله مرکزي محبس څخه ۱۶۴ تنه نارینه محبوسین ازاد شول.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال چې د څرخي پله مرکزي زندان رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت" او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، نوموړو محبوسینو ته په خبرو کې وویل، « تاسو چې په هر جرم نیول شوي وای له هغې پند واخلئ او په راتلونکې کې د قانون خلاف کړنو او د جرم له تکرار څخه ځانونه وساتئ او اوس چې له خپلو کورنیو سره یو ځای کېږئ، نو خپلو زده کړو ته د دوام ترڅنګ د حلالې نفقې لپاره په ښه کسب او کار لاس پورې کړئ. 
په ورته وخت کې، یادو محبوسینو د دوی پر ازادېدو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې په راتلوونکې کې به داسې عمل نه ترسره کوي چې د ټولنې نظم خراب او له ناوړه پایلو سره مخ شي، بلکې کوښښ به کوي چې خپلو خلکو او ټولنې ته د ښه خدمت جوګه وګرځي.

صفر المظفر ۱۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS