د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د مرکزي برخو نظامي مسوولینو سره ناسته وکړه

news_admin
Tue, Aug 29 2023 3:12 PM
معاونیت نظامی

یا ده ناسته، چې نن(سې شنبې) د نوموړې ادارې د نظامي چارو د مرستيال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ او د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندان محترم مل پاسوال مولوي شرافت الله "حقاني" او د مرکزي بېلابېلو نظامي برخو مسوولينو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د هېواد د زندانونو د امنیت لا ښه خونديتوب په اړه خبرې اترې او د نظرونه تبادله وشوه.
داراز، د ادارې د نظامي چارو مرستیال مربوطه مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې د زندانونو امنیتي موظفینو لپاره دې د هېواد په ملي ژبو (پښتو او دري) د دیني، عصري او مسلکي زده کړو بهیر وغځوي، څو دوی وتوانېږي د زندانونو د لاډاډمن امینت په ټینګولو کې ورڅخه ګټه واخلي.
همدا شان، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" یو ځل بیا د ادارې پر نظامي پرسونل غږ وکړ چې د خپلو مشرانو اطاعت، د نظم او ډېسپلین رعایتولو لپاره دې له نظامي یونیفورم څخه په جدي توګه استفاده وکړي او ورسپارل شوي مسوولیتونه دې پروخت ترسره کړي.

صفر المظفر ۱۲/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS