د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د کابل له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیفخونې څخه لیدنه وکړه

news_admin
Sun, Aug 27 2023 2:04 PM
مشاور

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد يوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس پاسوال محترم مولوي اسدالله "مولانا" تېره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیفخونې چارې وارزولې.
یاد پلاوي د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیخونې د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځی، برېښنا او بېلا بېلې برخې او تعمیراتي او روغتیايي چارې وارزولې او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې وکړې. 
داراز، پلاوي د نوموړې توقیفخونې توقیفیانو سره هم له نږدې وکتل، د هغوی وضعیت یې وارزاوه او مسوولين يې هغوی ته د اسانتياوو پر زیاتولو او ستونزو او روا غوښتنو ته یې د رسېدنې په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

صفر المظفر ۱۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS