د (UNODC) موسسې د کابل څرخي پله مرکزي زندان له (۵۰) بستریز روغتون سره د طبي وسایلو او درملو مرسته وکړه

news_admin
Thu, Aug 24 2023 11:28 AM
صحیه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ او مسوولینو له خوا زندانیانو ته د اسانتیاوو برابرولو او خدمتونو وړاندې کولو په لړ کې، دا ځل د دې ادارې د اړوندو مسوولینو په هڅو او غوښتنه د (UNODC) موسسې له نوموړي روغتون سره د یو اندازه درملو او طبي سامان الاتو مرسته وکړه.

د یادې ادارې د روغتیا رئیس محترم عبداللطیف "ساجد" نن(پنجشنبې) په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال وویل، په دغو مرسته شویو توکو کې (۷۶) قلمه طبي درمل، (۱۵) ډوله طبي سامان الات، او یو اندازه نور روغتیایي توکي شامل دي، چې په خبره یې راتلونکې کې به ترې د کابل ولایت د مرکزي زندان د زندانیانو د ښې درملنې په موخه او په مناسبه توګه ګټه واخلي.

د زندانونو چارو د سمون اداره د (UNODC) موسسې د دې مرستې له امله مننه کوي او له نورو همکارو بنسټونو څخه هم د ورته مرستو او همکاریو هیله لري.

 

صفر المظفر ۷/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS