د زندانونو چارو د سمون ادارې د بشري سرچینو د ریاست لپاره نوی رئیس په دنده وګومارل شو

news_admin
Mon, Aug 21 2023 1:07 PM
معرفی رییس منابع بشری

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د محترم رئیس الوزرا په منظورۍ په دغې اداره کې نوې ګومارنې ترسره شوې.
په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، چې د ادارې د پلان او پالېسۍ چارو مرستیال محترم قاري عبدالله"همدرد"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د تدارکاتو رئیس محترم میر محمد "مجدود"، د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابرې رئیس محترم انجنیر عبیدالله "اخندزاه" او یوشمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، محترم مولوي ضیاالرحمن "سعید" چې مخکې له دې د ادارې د داخلي تفتیش رئیس وو اوس د بشرې سرچینو د نوي رئیس په توګه د اړوندو رياستونو پرسونل ته وپېژندل شو.
محترم قاري عبدالله "همدرد" د یادو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل، په ادارو کې تغییر او تبدیل راځي چې موخه ترې د چارو ښوالی او پرمختګ دی نو هیله ده چې په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې ولرو.
همداشان، نوموړي د بشري سرچېنو له پخواني رئیس څخه مننه وکړه او د هغه تېر خدمتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې او له نوي رئیس څخه یې وغوښتل چې د اړوندو چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې، محترم سعید هم په خپلو خبرو کې وویل: " موخه مې خپل هېواد او هېوادوالو ته خدمت کول دي، نو په دې برخه کې د  مشرانو اطاعت کوم او راسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ او امانتدارۍ سرته رسوم".  

 صفر المظفر ۴/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS