د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکزي ریاستونو د توکو ګودامونه به په یو منظم ډېټابېس سیسټم سمبال شي

news_admin
Mon, Aug 14 2023 3:18 PM
تکنالوژی

د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت یوې ډلې متخصیصینو نن(دوشنبې) د دې ادارې د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست انجنیرانو ته د یوه سیمینار په ترڅ کې د ادارې د مرکزي ریاستونو د توکو د ګودامونو د ډېټابېس سیستم له لارې د ډېجېټلي کولو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړ ل.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ رئیس محترم انجنیر عبیدالله "اخندزاده" د ادارې لپاره  یاد سیستم اړین و باله او زیاته یې کړه، چې په دې سره به اداري چارو کې شفافیت، دقت او سرعت رامنځته، د ګودامونو په برخه کې به قلمي پروسه په کمپیوټري بدله او محاسبوي چارې به اسانې شي.

ټاکل شوې، چې د ډېټابېس سیستم په اړه دا روزنیز سیمینار به په راتلونکې کې د ادارې د نورو ریاستونو پرسونل لپاره هم جوړ شي.

 

محرم الحرم ۲۸/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS