د کندهار د زندان د موظفینو له خوا ۸۸۵۰ ګرامه ضبط شوي نشه یي توکي وسوځول شول

news_admin
Wed, Aug 09 2023 2:15 PM
نشه یی

یاد توکي، چې (۳۱۷۳) ګرامه شیشه، (۴۷۶۸) ګرامه چرس او (۹۰۹) ګرامه تریاک وو او د تېرو ۱۶ میاشتو په ترڅ کې د دغه ولایت د زندان د بېدارو امنیتي او کشفي موظفینو له خوا د پایوازۍ په ورځو کې له قاچاق کوونکو پایوازانو سره یوځای د کره تلاشۍ  پرمهال کشف او ضبط کړي وو، پرون د ا.ا.ا. د عاليقدر مشرتابه(حفظه الله) د فرمان او د کندهار د ابتداییه محکمې د حکم پربنسټ او د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ، استخباراتو، د عامه امنیت د دیوان د استازو او د نوموړي زندان د مسوولینو په شتون کې د یادې محکمې په انګړ کې وسوځول شول.  

 

 د محرم الحرام ۲۳/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS