د تخار د زندان ‎۳۰۰ تنو زندانیانو لپاره د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنوي په موخه معاینه ترسره شو.

news_admin
Wed, Aug 09 2023 1:15 PM
تخار

د دغه د زندان د مسوولینو په هڅو او د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست سره په همغږۍ  د اغا خان روغتیايي بنسټ له لورې د ساري ناروغیو د مخنوي په هدف د (۳۰۰) تنو زندانیانو معاینات ترسره شول.
داراز، د نوموړي ولایت د زندان امر محترم قاري نور محمد "تالقاني" یاد معاینات د زندانیانو د ساري ناروغیو د مخنوي لپاره اړین وبلل او له زندانیانو څخه یې وغوښتل چې د ساري ناروغیو د مخنوي لپاره ځانونه معاینه کړي.
همداشان، د دې زندان د مسوولینو په وینا: دغه برنامه چې د اغا خان روغتيايي بنسټ له لورې په لاره اچول شوې، هدف یې په زندان کې د ساري ناروغیو، لکه تور او سپين زړی، ایډز او ورته نورو ساري ناروغیو مخنوی دی.
 
محرم الحرام ۲۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS