د سمنګان د زندان مسوولینو د یوناما دفتر له پلاوي سره وليدل

news_admin
Tue, Aug 08 2023 12:03 PM
chfg

د دغه ولایت د زندان امر محترم مولوي سیدولي "عبدالله" تېره ورځ د ښاغلي شکر ادهیکاري په مشرۍ  په افغانستان کې د ملګرو ملتومو سازمان د مرستندویه ماموریت "یوناما" د بشري حقونو د برخې له یوه پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د زندانیانو د ژوندانه د وضعیت، د هغوی د بشري حقونو د خوندیتوب او په نورو اړوندو موضوعګانو یې خبرې اترې وکړې.

داراز، پلاوي د نوموړي زندان له زندانیانو سره هم لیدلي او د هغوی لپاره یې د ښو خداماتو او اسانتیاوو  د رامنځته کولو په موخه له مسوولینو د مننې ترڅنګ، له خپله اړخه هم ورسره د نورو مرستو او همکاریو ډاډ ورکړی دی.  

 

محرم الحرام ۲۲/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو اوعامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS