د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د غزني ولایت د ګیلان، مقر او قرهباغ ولسوالیو له توقیفخونو څخه لیدنه وکړه
د دغې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" په مشرۍ یوه پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت د ګیلان، مقر او قرهباغ ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
همدا راز، پلاوي د نوموړو ولسوالیو د توقیفخونو له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ، د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې، یاد پلاوي د غزني ولایت د ګیلان، مقر او قرهباغ ولسوالیو له ملکي او نظامي مسوولینو سره د توقیفیانو د ستونزو د حل او د دې ولسوالیو د محکمو له استازو سره د توقیفیانو د دوسیو څېړلو په موخه خبرې اترې او سلا مشورې وکړې.
داراز، نوموړو مسوولینو له لوري پلاوي ته ډاډ ورکړل شو چې په دې برخه کې به هر راز مرستو او همکاريو ته دوام ورکړي.
محرم الحرام ۲۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
