د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د کابل له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیفخونې وضعیت وارزاوه

news_admin
Sat, Jul 29 2023 3:32 PM
نشه یی

محترم مولوي محمديوسف "مستري" او مل پلاوي یې نن(شنبې) د دې ارزونې په ترڅ کې د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیفخونې مسولینو سره وکتل او پر اړوندو مسایلو یې خبرې اترې او سلا مشورې وکړې.

همداشان، یاد پلاوي د دې توقیخونې د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځي، برېښنا او بېلا بېلې برخې، تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه وارزول او د هغو لاښه والي او شتو ستونزو د حل په موخه یې مربوطه مسولینو ته ګټورې لارښوونې وکړې.

داراز، د محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په مشرۍ پلاوي د نوموړې توقیفخونې د توقیفیانو د حال پوښتنه وکړه، هغوی د دې توقیفخونې د مسوولینو له ښه چلنده د مننې ترڅنګ، له پلاوي څخه د خپلو جرمې دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه وکړه.

یاد پلاوي هم له یوې خوا د نوموړو توقیفیانو دې غوښتنې ته د هېواد له عدلي او قضایي ارګانونو سره په همکارۍ د رسېدنې ډاډ ورکړ او له بلې خوا یې مسوولينو ته د توقیفیانو لپاره د لا نورو اسانتياوو د برابرولو په هکله لازمې سپارښتنې وکړې.

 

محرم الحرام ۱۲/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS