د کابل ولایت د مرکزي محبس پرسونل لپاره د فقهي زده کړو لومړۍ دوره پايته ورسېده

news_admin
Mon, Jul 24 2023 4:22 PM
فقهی

دغه دوره، چې څه موده وړاندې د څرخي پله مرکزي محبس ملکي او نظامي پرسونل لپاره پیل شوې وه، نن(دو شنبې) يې له برخوالو څخه د پوهېدو د ارزونې په توګه پر ازموینې اخیستو پايته ورسېده.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بيا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" په دې اړه د جوړو شويو مراسمو پرمهال دا ازموینه د پرسونل د هڅونې په موخه ګټوره وبلله او زیاته يې کړه، چې علم رڼا ده او  په ترلاسه کولو سره يې د مسلمان دنیا او اخرت دواړه ښایسته کېږي.
داراز، هغه ژمنه وکړه چې د نوموړي پرسونل د دیني پوهې او کاري وړتیا لوړاوي لپاره به په راتلونکې کې نور ښه پروګرامونه هم پلي کړي‎.
همداشان، د دغې ادارې د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي" د يادو مراسمو ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وويل، د ادارې د پرسونل لپاره دیني زده کړې ډېرې اړینې دي او د خوښۍ ځای دی، چې داسې فرصتونه ورته برابر شوي، نو دوی بايد هڅه وکړي چې له دې لارې په ټولو شرعي اصولو ځانونه پوه کړي.
په ورته وخت کې، د نوموړي محبس ملکي او نظامي پرسونل هم د فقهي زده کړو د بهیر له عملي کولو څخه خوښي وښوده او له یادې ادارې یې د نورو ګټورو پروګرامونو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

محرم الحرام ۷/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS