د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د اضافه کارۍ اړوند ټاکل شوې کمېټې له رئیس او غړو سره وکتل

news_admin
Wed, Jul 19 2023 4:49 PM
کمېټه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" نن(چهارشنبې) د دغې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده" په مشرۍ د اضافه کارۍ د موضوع اړوند ټاکل شوې کمېټې سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ملکي کارکوونکو د اضافه کارۍ پر څرنګوالي یې خبرې اترې او سلا مشورې وکړې.
په ورته وخت کې، محترم قاري همدرد د کمېټې له غړو څخه د اضافه کارۍ د سم وېش،  شفافیت، عدالت او د هغوی د حاضرۍ په تړاو یې وضاحت وغوښته. 
داراز، یادې کمېټې له خپله اړخه د نوموړې مسئلې په هکله د خپلو اجرااتو او ترسره کړو فعالیتونو لازم معلومات د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو له مرستیال سره شریک کړل، چې د هغه له لورې هم ورته په دې برخه کې نورې لازمې لارښوونې وشوې.

محرم الحرام ۲/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS