د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون ۲۳مه ناسته کې د زندانیانو روا غوښتنو ته پر ښې رسېدنی خبرې اترې وشوې

news_admin
Wed, Jul 05 2023 3:08 PM
ghonda

 

ياده ناسته چې نن(چهار شنبې) د دغه کمېسیون د رئیس او د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال مولوي اسدالله "مولانا"، د خدماتو رئیس محترم مولوي عبدالمالک "خاکسار"، له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي"، د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر خلیل الله "بکتاش" په ګډون جوړه شوې وه، په کې د مرکز او ولايتونو د زندانونو اداري او تخنیکي چارو د څرنګوالي په اړه خبرې اترې وشوې.

داراز، په دې ناسته کې د زندانیانو روا غوښتنو ته د اصولو مطابق د ښې رسېدنې او ځینو نورو اړتیا وړ مهمو موضوعګانو په هکله بحث وشو او په دې تړاو اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې هم وشوې.

د یادونې وړ بولو، چې د نوموړي کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او مربوطه مهمو مسایلو څېړل، بحث او د اصولو او تقنيني اسنادو په رڼا کې پرېکړې کول دي.

 

ذوالحجه ۱۷/ ۱۴۴۴

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS