د زندانونو چارو د سمون ادارې تخنیکي او مسلکي کمېټې په خپله نننۍ ناسته کې پر یو لړ مهمو حقوقي مسایلو بحث وکړ

news_admin
Tue, Jul 04 2023 5:19 PM
کمیته تخنیکی

دغه ناسته چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د مرکزي برخو د غړو رئیسانو په ګډون نن( سې شنبې) جوړه شوه، په کې له ایران څخه د افغان بندیانو د رالېږد او د هغوی د خوشې کېدو په اړه د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه (حفظه الله) د فرمان پلي کولو پر څرنګوالي خبرې اترې وشوې.
همداشان په نوموړې ناسته کې د ادارې له درېیم څخه تر اووم کاري بستونو پورې له شرعي، حقوقي، مسلکي او تخنیکي اړخه د ندو د لایحو پر بیا کتنې هراړخیز بحث او سلا مشورې وشوې.
دغه راز، په دې ناسته کې پر یو شمېر نورو اړوندو مهمو کاري مسایلو هم بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د یادونې وړ بولو چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د تخنیکي او مسلکي کمېټې د رامنځته کېدو موخه، د یادې ادارې د جوړو شویو کړنلارو، لایحو او لارښودونو ارزونه او د نویو لارښودونو طرح کول او نورو ناڅرګندو مسایلو څپړل، بحث او اصولو سره سم پرېکړې کول دي.

ذوالحجه ۱۶/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS