د زندانونو چارو د سمون ادارې د ارشاد او دعوت رئیس، د چارو ادارې د دعوت او ارشاد عمومي ریاست له پلاوي سره وکتل

news_admin
Sun, Jun 25 2023 4:15 PM
دعوت ارشاد

محترم مولوي صدیق الله صدیقي او د ښوونې او بیا روزنې رئیس په داسې حال کې، چې د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث سادات یې هم ملتیا کوله، تېره ورځ د چارو ادارې د دعوت او ارشاد له عمومي ریاست څخه راغلي پلاوي سره د دې کتنه پرمهال د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکزي برخو د پرسونل لپاره د دیني او عقیدتي درسونو د بهیر د څرنګوالي په اړه خبرې اترې وکړې. 
داراز، نوموړي پلاوي د یادې کتنې وروسته د دغو درسونو له بهیر څخه ارزونه وکړه، هغه یې اړینې او  دا پرسونل د فکري، روحيې او کاري ظرفیت لوړونې په موخه ګتورې وبللې.
همداشان، پلاوي د زندانونو چارو سمون ادارې له ملکي او نظامي پرسونل څخه مننه وکړه او ویې ویل، دا ډېر د خوشحالۍ ځای دی، چې دې پرسونل خپل ځانونه په نبوي(ص) سنتو برابر او د زده کړو په روان بهیر کې په پوره لېواتیا سره ګدون کوي.

ذوالحجه ۷/ ۱۴۴۴ 
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS