د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په پینځلسمه ناسته کې پر یوشمېر مهمو مسایلو بحث وشو

news_admin
Sat, Jun 24 2023 5:59 PM
شورا

دغه ناسته، چې نن( شنبې) د نوموړې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په مشرۍ او د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد"، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، او د مرکزي ادارو د رئیسانو، امرینو او ملکي او نظامي برخو یو شمېر مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه، په کې ادارې د رهبرۍ له خوا د محبسونو، توقیخونو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو چارو او وضعیت د لاښه والي په اړه بحث وشواو د کار بهبود لپاره اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
همداراز، د نوموړې غونډې پرمهال، یو شمېر مسوولینو هم په اجنډا کې د شاملو یوشمېر نورو مسایلو په هکله خپل نظرونه تبادله کړل، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس له خوا یې تر اورېدو وروسته، د شرعې قانون او اصولو سره سمې او لازمې پرېکړې وشوې.

ذوالحجه ۶/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS