د بامیان او سمنګان ولایتونو د زندانونو زندانیان به هم د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه حفظه الله له خوا د عفوې او تخفیف فرمان څخه برخمن شي

news_admin
Tue, Jun 20 2023 2:06 PM
سمنگان

د بامیان د زندان رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم "حقاني" او د سمنګان د زندان امر محترم مولوي سیدولي تېره ورځ د دغو ولایتونو د استیناف محکمو څخه راغلي پلاوي سره په خپلو کاري دفترونو کې وکتل او په یادو زندانونو کې د ا.ا.ا. د عاليقدر مشرتابه حفظه الله له خوا د زندانیانو د سزا د عفوې او تخفیف اړوند فرمان د تعقیب او پلي کولو په هکله یې خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د بامیان او سمنګان ولایتونو له زندانیانو سره هم ولیدل او ورته یې ډاډ ورکړ، چې د یوه شفاف بهیر، عدالت په نظر کې نیولو او کره ارزونې په ترڅ کې به د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه حفظه الله له خوا د سزا د عفوې او تخفیف فرمان په شرایطو برابرو زندانیانو جرمي دوسیې، د شریعت او د افغانستان د تقنیني اسنادو په رڼا کې و څېړل شي او له دې حقه به برخمن شي.

ذوالحجه ۲/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS