د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ پلاوي د سترې محکمې له پلاوي سره ولیدل

news_admin
Mon, Jun 19 2023 6:01 PM
استره محکمه

د دغې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په داسې حال کې چې د دې ادارې له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، په خپل کاري دفتر کې د سترې محکمې له صلاحيت لرونکي پلاوي سره ولیدل او د ا.ا.ا. عاليقدر مشرتابه حفظه‌الله له خوا د زندانیانو د سزا د عفوې او تخفیف اړوند فرمانونو د تعقیب او پلي کولو د څرنکوالي په هکله یې خبرې اترې وکړې.
نوموړي پلاوي وويل: « موږ ته د ا.ا.ا. عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله له خوا دنده راکول شوې چې د زندانونو چارو د سمون ادارې په همکارۍ د راتلونکي لوی اختر په مناسبت د سزا د عفوې او تخفیف له فرمان څخه په ټاکل شويو شرایطو برابرو برخمنېدونکو مستحقو زندانیانو لېست ترتیب، تنظیم او د ا.ا.ا. عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله ته یې واستوو».
په ورته وخت کې، د زندانوو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" له نوموړي پلاوي سره د یاد بهير په ترڅ کې د هرډول همکارۍ ترڅنګ ‎وويل: «هيله ده چې وکولی شو لکه د تېر کوچني اختر په شان دا ځل هم په دې بهير کې د عدالت، روڼتيا او ګډې همغږۍ په اساس پرمخ ولاړ شو او د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله له خوا د سزا د عفوې او تخفيف اړوند فرمان کې په شرايطو برابرو زندانيانو ته له دې ښېګڼې څخه د برخمنېدو لپاره زمينه برابره کړو».

ذوالحجه ۱/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS