د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې امنیتې کمرې بیا فعالې شوې

news_admin
Sun, Jun 18 2023 3:49 PM
کمره امنیتی

یادې امنیتي کمرې، چې څه موده وړاندې له کاره لوېدلې وې د زندانونو چارو د سمون ادارې د اړوند تخنیکي پرسونل او د دغې توقیفخونې د مسوولینو او کارکوونکو په هڅو، ترمیم بیا فعالې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس محترم قاري عبدالغني"عادل" په دې اړه د جوړوشویو مراسمو پرمهال وویل، د دغو کمرو بیا فعالولو سره به د دې توقیفخونې دننه او بهر ساحې تر کره څار او کنټرول لاندې وي او دا کار له دوی سره د امنیت په لا ښه ټینګښت کې مرسته کوي.

ذوالقعده ۲۹/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS