د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ د زندانیانو د ښې درملنې په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

news_admin
Sat, Jun 17 2023 4:15 PM
قاری

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په داسې حال کې چې د ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، له عدلي او قضايي ارګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د خوشې شویو بندي مجاهدینو د ستونزو د حل رئیس محترم ملا محمد نور "بلال شاهین"، د روغتيا رئیس محترم مولوي عبداللطیف "سجاد" او د ملي دفاع، کورنیو چارو او د عامې روغتیا وزارتونو محترمو  استازو ګډون درلود، د يوې ناستې پرمهال د زندانیانو د ښې درملنې په تړاو د ریاست الوزرا‌ء عالي مقام د (۳۸۷۰) ګڼې هدایت د تحقق په اړه خبرې اترې وشوې.
په ياده ناسته کې، د خوشې شویو مجاهدینو د درملنې په تړاو د ریاست الوزراء د هدایت په اساس او د ناروغو زندانیانو د مهال ویش د څرنګوالي، د روغتیایي ستونزو د حل او اسانتیاوو د برابرولو په اړه هم بحث وشو.
همدا راز، د همغږۍ په دې ناسته کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" اړوندو مسوولینو ته لارښونه وکړه، چې د ناروغو زندانیانو لپاره د ښې درملنې تر څنک له روغتيايي اړخه مناسبه فضا رامنځته او په دې برخه کې خپله پاملرنه لا زیاته کړي.

ذوالقعده ۲۸/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS