له ایرانه افغانستان ته ۱۷۸ تنه نور زندانيان هم راولېږدول شول

news_admin
Thu, Jun 15 2023 3:32 PM
انتقال

د افغانستان د ا.ا.ا. او د ايران اسلامي جمهوريت تر منځ د افغان زندانيانو د لېږد په موخه د مخکينۍ هوکړې پربنسټ تېره ورځ (۱۷۸) تنه هغه زندانيان چې د بېلابېلو جرمونو په تور نيول او د نوموړي هېواد په زندانونو کې بنديان وو، د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته راولېږدول او د زندانونو چارو د سمون ادارې ته وسپارل شول، چې د دغې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه د کلکو امنيتي تدابيرو په ترڅ کې، د هرات ولايت زندان ته واستول شول.
محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونيت رئیس ارکان محترم پاسوال مولوي اسدالله "مولانا" او د ایران له خوا د بندیانو د لېږد مسوولینو ښاغلي عبداللهي او ښاغلي جلالي هم شتون درلود وويل: « موږ به د هرات ولايت په زندان کې نوموړو رالېږدول شويو زندانيانو لپاره د ژوند لازمې اسانتياوې برابرې کړو او هم به خپلو عدلي او قضايي اورګانونو ته بلنه ورکړو، څو د دوی جرمي دوسيې د اسلامي شریعت او د افغانستان د تقنیني اسنادو پربنسټ په شفافه توګه وڅېړي او اصولي فیصلې پرې وکړي».

ذوالقعده ۲۶/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS