د میدان وردګو ولایت د زندان لپاره نوی امر په دنده وګومارل شو

news_admin
Thu, Jun 15 2023 3:12 PM
tafqi

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف"مستري" په سپارښتنه، د محترم مولوي عبدالفتاح "فاتح" په مشرۍ یو پلاوی میدان وردګو ولایت ته په سفر ولاړ، او هلته یې د ادارې له اړتیا سره سم محترم قاري احسان الله د یاد ولایت د زندان د نوي امر په توګه د زندان پرسونل ته معرفي کړ او له هغوی یې اوسني امر سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د میدان وردګو ولایت د زندان نوي امر محترم قاری احسان الله  ژمنه وکړه او ویې ویل، د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له لورې ورسپارل شوي مسوولیتونه به پروخت او په پوره امانتوالۍ ترسره کوي او د چارو د ښه والي لپاره به ډېر کوښښ کوي.

ذوالقعده ۲۶/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS