د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ پلاوي د هرات ولایت د زندان څخه ارزونې په موخه لیدنه وکړه

news_admin
Wed, Jun 14 2023 2:16 PM
فراه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال مولوي اسدالله "مولانا" د یو پلاوي په مشرۍ د هرات ولایت د زندان له مسوولینو سره یې لیدنه کې پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال مولوي اسدالله "مولانا" د دې زندان پرسونل او بندیانو لپاره د روغتیايي، ژوندانه چارو، خوړو او نورو اړتیا وړ برابرو شويو توکو او امکاناتو ارزونه وکړه او ډاډ یې ترلاسه کړ.
تر هغې وروسته، نوموړوي پلاوي د یاد ولایت د زندان بندیانو سره له نږدې وکتل، د هغوی د ژوند او ورسره د مسوولینو له خوا د چلند له وضعیته یې ځان خبر کړ، د هغوی خبرې، ستونزې او غوښتنې یې واورېدې، او په هره برخه کې یې ورته د ادارې امکاناتو ته په کتو د رسېدنې ژمنه وکړه.
داراز د محترم مولانا په مشرۍ پلاوي هرات د زندان  ښوونیز، روزنیز او نور اصلاحي پروګرامونه، دیني او عقیدتي درسونه وارزول، هغه یې د بندیانو، توقیفیانو او محجوزینو په بیا روزنه کې ډېر ارزښتمن وګڼل او مسوولینو ته یې د دغو پروګرامونو او درسونو د کیفیت د ښه والي په موخه ګټورې لارښوونې وکړې.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین، په دوامدار ډول د هېواد د ټولو ولایتونو د زندانونو د وضعیت ارزول، د مثبتو چارو غښتلتیا او ستونزو ته یې پروخت رسېدنه خپل مسوولیت ګڼي.

ذوالقعده ۲۵/  ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS