د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه لوړپوړي پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړه

news_admin
Tue, Jun 13 2023 9:34 AM
معاون نظامی

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د ادارې د بشري سرچينو رئیس محترم قاري محمد ګل او يو شمېر نور مسوولین هم ورسره وو، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز ته ولاړ او هلته یې د نوموړي مرکز له رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" او پرسونل سره په کتنه کې د محجوزینو لپاره د برابرو شویو امکاناتو، اسانتیاوو او وړاندې شویو خدمتونو په اړه هراړخیزې خبرې اترې وکړې.
پلاوي د دې کتنې پرمهال له نوموړو مسوولینو او پرسونل څخه په یادو برخو کې د ترسره شویو فعالیتونو د معلوماتو په اورېدو سره د خوښۍ په څرګندولو د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د محجوزینو د لا ښې روزنې لپاره خپلو هڅو ته لا داوم ورکړي.
همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو د مرستیال په مشرۍ پلاوي د نوموړي مرکز له محجوزینو سره له نږدې ولیدل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د مرکز مسوولین متوجه کړل.
په پای کې پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز له امنیتي ټاورونو او د محجوزینو ماشومانو د لوبو له ځایه د لیدنې تر څنګ په دې مرکز کې ماشومانو لپاره د برېښنايي توکو جوړولو، د موبایل جوړولو، بوټ جوړونې او خیاطۍ کسب زده کړې او روزنې له ورکشاپونو هم لیدنه وکړه، هغه یې ګټور وبلل او مسوولینو ته یې د یادو ماشومانو لپاره د ښې او خوندي فضا د رامنځته کولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.

ذوالقعده ۲۴/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست    
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS