د کنړ ولایت د عامې روغتیا رئیس او مل پلاوي یې د دې ولایت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

news_admin
Mon, Jun 12 2023 1:58 PM
kunr

د کنړ ولایت د عامې روغتیا رئيس محترم قاري مظفر"مخلص" او مل پلاوي یې د یاد ولایت د زندان امر محترم قاري فرهاد "نسیمي" سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د زندانیانو لپاره یې د صحي خدماتو د رامنځ ته کولو په موخه خبرې اترې وکړې.
په ورته وخت کې، د محترم مخلص په مشرۍ پلاوي زندانیانو ته د موسمي ناروغیو څخه د مخنوي لپاره صحي لارښونې وکړې او له زندانیانو یې وغوښتل چې د روغ صحت لپاره باید ټولې روغتیایي مشورې عملي کړي څو له ناروغیو څخه په امن او د یو ښه صحت څخه برخمن شي.
همدا راز نوموړي پلاوي د کنړ ولایت په مرکزي زندان کې د غوماشو څخه د رامنځ ته کېدونکو ناروغیو د مخنیوي لپاره پر زندانیانو یو شمېر پشه خانې وویشلې څو له دې ناوړه ناروغیو لرې پاتې شي. 

ذوالقعده ۲۳/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS