د زندانونو چارو د سمون ادارې په رهبرۍ ناسته کې د دې ادارې پر کاري تشکیلاتو بحث وشو

news_admin
Tue, May 30 2023 4:52 PM
جلسه تشکیل

ياده ناسته چې نن(سې شنبې) د نوموړې ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په مشرۍ او د ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد"، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم مولوي اسدالله "مولانا" او د مرکزي برخو یو شمېر نورو اړوندو رئیسانو او مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د مرکز او ولايتونو د زندانونو د ملکي او نظامي برخو د کاري تشکیلاتو د څرنګوالي په اړه هراړخیز بحث او سلا مشورې وشوې.
داراز په دې ناسته کې پر ځینو تخنیکي او نورو مهمو موضوعګانو هم خبرې اترې او د اصولو او قوانینو سره سمې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ بولو، د زندانونو چارو د سمون ادارې د ۱۴۰۲ کال کاري تشکیل چې د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه له خوا منظور شوی دی، د دغې ادارې رهبري او مسوولین هڅه کوي څو له مخې یې د اوسني او نوي استخدامېدونکي پرسونل پرمټ په زندانونو کې زندانیانو ته د اړتیا وړ او ګټورو خدمتونو وړاندې کولو لپاره لازم ګامونه پورته کړي.

ذو القعده ۱۰/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS