د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د کندهار ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Sat, May 27 2023 1:12 PM
قندهار

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم مولوي اسدالله "مولانا" په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي د کندهار ولایت له مرکزي زندان څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان له رئیس محترم ملا نعمت‌الله "سراجي" او یو شمېر مسوولینو سره د ځینو مربوطه موضوعګانو په هکله خبرې اترې وکړې.
همداشان، د محترم مولانا په مشرۍ پلاوي د کندهار ولایت د زندان امنیتي او اداري شعبې، پخلنځی، خواړه، د څښاک اوبه او بېلا بېلې برخې ارزولي او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې کړې دي.
داراز، پلاوي د دغه زندان د زندانیانو ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې او ورسره يې ژمنه کړې، چې د ادارې رهبري او مسوولينو ته به يې د حل لپاره ورورسوي.
په ورته وخت کې، یاد پلاوي د کندهار ولایت د زندان مسوولینو سره د خبرو پرمهال، د دې زندان د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو، د هغوی ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې او د ښو خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او له زندانیانو سره یې د نوموړو مسوولینو ښه چلند وستایه.

د ذو القعدې ۷/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS