د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د یادې ادارې د تعلیمي مرکز له قومندانۍ لیدنه وکړه

news_admin
Tue, May 23 2023 3:46 PM
معاون صاحب نظامی

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" تېره ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د کابل د تعلیمي مرکز له قومندانۍ څخه د دې لیدنې پرمهال د یادې قومندانۍ درسي میتود هم وارزاوه او په نوموړو درسونه کې برخه والو نظامیانو ته یې لازمې لارښوونې وکړې او ورته یې وویل، چې پرخپل وخت درسونو ته حاضر او له اوسنۍ درسي دورې څخه تر فراغت وروسته نورو زده کړو ته هم دوام وکړي، څو وکولای شي خپلې ټولنې او خلکو ته د ښه خدمت جوګه شي.
همداشان، د دغې ادارې نظامي مرستیال د تعلیمي مرکز د قومندانۍ له ښوونکو او استادانو څخه وغوښتل، څو دلته په مرکز کې د ګډونکوونکي نظامي پرسونل د ښې روزنه لپاره له هېڅ راز هڅو څخه درېغ ونه کړي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د خپلو خبرو په پای کې د ادارې د ملکي او نظامي چارو ښه پر مخ وړلو لپاره زده کړې ډېرې اړینې او ګټورې وبللې. 

ذوالقعده- ۳/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS