د کندهار ولایت د زندان ریاست مربوطه پرسونل لپاره د ټرافیکي زده کړو روزنیز کورس پایته ورسېد

news_admin
Tue, May 09 2023 3:29 PM
drive

یاد کورس، چې د نوموړي زندان د ریاست د مسوولینو په غوښتنه او د دغه ولایت د ټرافیکو مدیریت په همکارۍ پیل شوی و، په کې د کندهار زندان د ټرانسپورټ مدیریت پرسونل ګډون کړی و، چې ورته په واټونو کې د اصولي تګ راتګ، د ټرافیکي اشارو، نښو، مقرراتو او د زندان اړوند وسایطو چلولو د څرنګوالي او ځینو نورو ټرانسپورټي تخنیکي ګټورو موضوعګانو په هکله لازم او هراړخیزه روزنه ورکول شوه.
په ورته وخت کې، د ټرافیکي روزنو د کورس په پای کې د کندهار زندان د ریاست د ټرانسپورټ مدیریت له ګډونوالو کارکوونکو څخه عملي او نظري ازموینه واخیستل شوه او په پایله کې بریاليو کسانو ته په قانوني او رسمي توګه د موټر چلولو جوازونه ورکړل شول.

 شاوال المکرم ۱۹/ 1444
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او کامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS