د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د کابل د ښځینه محبس له ښوونیز بهیر څخه لیدنه وکړه

news_admin
Tue, May 09 2023 3:24 PM
کندهارر

د نوموړې ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات"، د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي" او یو شمېر نورو مسوولینو په ګډون یوه پلاوي، نن(سې شنبې) د کابل ولایت د ښځینه محبس له مسوولینو او پرسونل سره وکتل او په دغه محبس کې یې د دیني او عصري زده کړو او ښوونیزو پروګرامونو د بهیر په اړه خبرې اترې وکړې. 
د یادې کتنې موخه د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا په کابل ښځینه محبس کې د برابرو شویو امکاناتو، اسانتیاوو او عملي بهیر ارزونه وه.
 په ورته وخت کې، د یاد پلاوي غړي محترم مولوي عبدالوارث "سادات" د دې محبس له پرسونل څخه  ښځینه بندیانو ته د درسونو د کیفیت د ښه والي او ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه، څو یې په خبره په دې کار سره هم الله (ج) او هم د هغه بنده ګان راضي شي.
همدا شان، محترم سادات د کابل ښځینه محبس بندیانو ته په خپلو خبرو کې وویل: « موږ ستاسو لپاره د زده کړو ښه زمینه برابره کړې، نو هیله ده چې له دې فرصت څخه ښه استفاده وکړئ، ځکه موږ ډاډه یو چې هرومرو به یې د بند د مودې ترپایته رسېدو وروسته له ګټو برخمن شئ».

شوال المکرم ۱۹/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS