د ا.ا.ا. د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څارنې لوی رياست يوه پلاوي د غزني ولايت له زندان لیدنه وکړه

news_admin
Mon, May 01 2023 3:16 PM
غزتی 1

د نوموړي رياست د رئیس محترم مولوي خالد په مشرۍ يوه  پلاوي د غزني ولایت له زندانه لیدنه وکړه او د دې زندان له رئیس محترم مولوي محمدهاشم "حقاني" او یو شمېر مسوولینو سره يې د ا.ا.ا. عاليقدر مشرتابه له خوا د زندانیانو د سزا د عفوې او تخفیف اړوند فرمانونو د تعقیب او پلي کولو په هکله خبرې اترې وکړې.
همداشان، پلاوي د غزني ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال په دغه زندان کې د یادو فرمانونو د پلي کولو د ارزونې ترڅنګ، د خوشې شویو زندانیانو دوسیې هم وڅېړلې او د هغو له شفافیت څخه یې ډاډ ترلاسه کړ.
په ورته وخت کې، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څارنې د رئیس محترم مولوي خالد په مشرۍ غزني ته تللي پلاوي د یاد ولایت د زندان له مسوولینو څخه مننه وکړه، چې د امیرالمؤمنین شېخ القران والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده" (حفظه الله) له خوا د محکومینو او تورنو د سزا د عفوې او تخفیف اړوند فرمانونه یې په شفافه او منظمه توګه پلي کړي او د زندانیانو د خوشې کولو په برخه کې یې عدالت په ښه توګه ټینګ کړی دی.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه د یادو صادرېدونکو فرمانونو تعقیب او پلي کول خپل مسولیت ګڼي او په دې برخه کې یې تل له عدالت او شفافیت څخه کار اخیستی دی او په راتلونکې کې به هم د دې مسئولیت ښه ترسره کولو ته په پوره رېښتينولۍ دوام ورکوي.

شوال المکرم ۱۱/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS