د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د کابل له نشه يي توکو سره د مبارزې توقيفخونې څخه ليدنه وکړه
د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا" په مشرۍ یو پلاوی د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیفخونې ته ولاړ او هلته یې له مسوولينو او پرسونل سره په خبرو کې پر اړوند موضوعاتو بحث وکړ.
په ورته وخت کې یاد پلاوي د نوموړې توقیفخونې له توقیفیانو سره هم ولیدل، هغوی ورته د مسوولینو له خوا د ښه چلند په اړه دخوښۍ په څرګندولو سره خپلې ستونزې او غوښتنې بیان کړې چې د پلاوي له لورې ورسره ژمنه وشوه څو یې د حل لپاره د ادارې رهبري پرې خبره کړي.
همداشان، پلاوي د دغې توقيفخونې د پخلنځي، کانتين او د هغه نرخونو، کلينيک، امنيتي پوستې، ټاورونه، قراولونه او نورې بېلابېلې برخې وارزولې او ځینو ستونزو ته د رسېدنې لپاره یې اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې وکړې.
شوال المکرم ۷ /۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت