د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري د غزني ولایت زندان لپاره د اوبو ‌ذخیره جوړه شوه

news_admin
Wed, Apr 19 2023 3:16 PM
اوبه

د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت، د غزني ولایت په زندان کې زندانیانو او پرسونل لپاره د اوبو اړوند  ستونزو د حل په موخه د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو رسونې یو منظم سیستم چې، ‌‌ذخیره یې د ۱۵ زره لیټرو اوبو ظرفیت لري جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، چې د مرکز او ولایتونو په کچه د زندانیانو او پرسونل د هوساینې لپاره له خپلو امکاناتو څخه په استفادې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.  

رمضان المبارک ۲۸/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو اوعامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS