د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کاپیسا او پروان ولایتونو له زندانونو لیدنه وکړه

news_admin
Mon, Mar 20 2023 4:13 PM
پروان

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او د ادارې د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا" په ګډون يوه پلاوي کاپیسا او پروان ته سفر وکړ او د یادو ولایتونو د زندانونو مسوولینو سره د کتنې په ترڅ کې يې پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.
په ورته مهال، د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د کاپیسا او پروان ولایتونو د زندان له زندانیانو سره ولیدل او هغوی د یادو زندانونو د مسوولینو له خوا د دوی د امنیت د خوندیتوب په موخه له هڅو د مننې ترڅنګ، د خپلو جرمي دوسیو پروخت څېړلو او د برخلیک روښانه کولو په اړه خپلې غوښتنې شریکې کړې، چې د پلاوي مشر ورته د رسېدنې ډاډ ورکړ.
داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او مل پلاوي یې د دغو زندانونو د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت له نږدې وارزاوه او د امنیتي تدابیرو لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري تل هڅه کوي، څو د مرکز او ولایتونو له زندانونو او بندیانو لیدنه وکړي، د امنیتي او نورو برخو وضعیت یې وارزوي او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

شعبان المعظم ۲۷/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS