د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د پکتیکا ولایت د زندان ارزونه وکړه

news_admin
Tue, Mar 14 2023 6:46 PM
pakit

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او د ادارې د مقام د سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا" په ګډون یو پلاوی تېره ورځ پکتیکا ته ولاړ او د یاد ولایت د زندان له مسوولینو سره د کتنې پرمهال يې د مربوطه مسایلو په هکله خبرې اترې وکړې.
په ورته وخت کې، د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د پکتیکا ولایت د زندان له زندانیانو سره ولیدل او هغوی ورسره د خپلو جرمي دوسیو پروخت څېړلو او د برخلیک روښانه کولو په اړه خپلې غوښتنې شریکې کړې، چې د پلاوي مشر ورته د رسېدنې ډاډ ورکړ.
داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او مل پلاوي یې د دغه زندان امنیتي وضعیت له نږدې وارزاوه او د امنیت لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
همداشان، پلاوي د پکتیکا د ابتداییه او مرافعه محکمو له مسوولینو سره وليدل او د دغه ولایت د زندان د بندیانو یادې غوښتنې شریکې کړې، چې نوموړو مسوولینو ورسره د ژمنې په کولو سره وویل، چې ډېر ژر به د قانون او اصولو مطابق د بندیانو دوسیې وڅېړي او لازمې پرېکړې به وکړي. 
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري تل هڅه کوي، څو د مرکز او ولایتونو له زندانونو او بندیانو لیدنه وکړي، وضعیت یې وارزوي او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

شعبان المعظم ۲۱/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS